ویب ډیسک
د پاکستان حکومت له پنجاب ایالت نه خیبرپښتونخوا ته د غنمو پر لېږد بندیز لګولی چې له امله یې د وړو د میلونو اتحادیې د اعتراض په ډول کار بندیز اعلان کړی دی.
د وړو د میلونو اتحاديې مشر محمد اقبال وايي، خیبرپښتونخوا ته د غنمو د لېږد بندیز له امله په دې ایالت کې د وړو بیې ورځ تر بلې لوړېږي.
د پاکستان حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د اکثریت پښتون مېشته خیبرپښتونخوا ایالت خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.
بازار کې د وړو د لوړو بیو له امله په پېښور او شاوخوا سیمو کې د دولتي او ارزان بیه وړو ترلاسه کولو لپاره خلک اوږدو قطارونو کې ولاړ وي او په دې ګڼه ګوڼه د څو تنو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
بل خوا د پښتنو د حقونو مبارزین او ملتپال سیاستوال ادعا کوي چې پښتانه د پاکستان حکومت د دوهګوني چلند ښکار دي او سره د دې چې زیاتره سرچینې د پښتنو په سیمه کې دي، خو حکومت پرې ولکه کړې او پښتانه یې له اساسي خدمتونو محروم ساتلي دي.


