یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان کډوالو ۲۶۷ کسيزه ډله د پاکستان له اسلام‌آباده کاناډا ته...

د افغان کډوالو ۲۶۷ کسيزه ډله د پاکستان له اسلام‌آباده کاناډا ته لېږدول شوې ده.

ويب ډیسک

د افغان کډوالو ۲۶۷ کسيزه ډله د يوې چارټر الوتنې له لارې تېره ورځ د پاکستان له اسلام‌آباده کاناډا ته لېږدول شوې ده.

د کاناډا د کډوالو برخې چارواکو په وينا، تمه ده دغه شمېر کډوال د دې هېواد په ۲۱ ښارونو کې ځای پرځای شي.

د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ مياشتې له راهيسې شاوخوا ۳۰زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي دي.

څه موده وړاندې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو ويلي ؤ، موږ له کاناډايانو سره په ګډه کار کوو، څو ډاډمن شو چې دغه هېواد ته تازه راغلي افغان کډوال د امنيت او ارامښت احساس کوي.

د افغانستان له سقوط او د دغه هېواد د وضعيت له ترينګلتيا وروسته، د کاناډا په ګډون يو شمېر نور هېوادونه هڅې کوي چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته پناه ورکړي.

#AfghanRefugees #Canada

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه