یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپښتو ټپه او پدرسري نظام

پښتو ټپه او پدرسري نظام

ليکنه :علی يوسفزے

په نړۍ کښې تر دا دمه چې انسانانو څومره د ارتقا لاره وهلې ده او له په مخ په وړاندې روان دي. تر څو چې انسانان ساه اخلي هم په دغه لاره به مخ په وړاندې ګامونه پورته کوي – خو په دې مزل کښې نه صرف سړو د ارتقا دا پړاونه سر کړي دي بلکې د سړو سره سره ښځو هم په شريکه دا ګامونه په هر څنګه حالاتو کښې پورته کړي او يو شريک مزل يې کړے کړے دے – دا قدمونه اخستل ځکه ضروري وو چې بيا ژوند د‌ جمود ښکار کېدو او کله چې د ژوند ارتقا په ځاے ودرېږي نو انساني ټولنه د اړي ګړي ښکار شي – که ښځه نه وے نو نن به د دنيا بقا په ځاے ولاړه وه – الله تعالی په قران کريم کښې فرمائيلي چې ما انسان په پخپلو ټولو مخلوقاتو کښې اشرف المخلوقات او غوره پېدا کړے دے . د سوچ او فکر توان مې ورکړے دے هم د دې سوچ او فکر په برکت هغه د ښو او بدو تر منځه فرق کوي‌ او دغسې د ژوند بيلابيل پړاؤنه سر کوي ځکه حې نن په يوه نوې او جديد دنيا کښې انسان قدمونه کېښودل . نن چې انسان د زمکې د غار نه تر سپوږمۍ پورې سفر کړے دے د دې تر شاه د انساني ارتقا يو ډېر لوے تاريخ پروت دے .

چې دا تاريخ لږ ښکاره او ډېر په تورو تيارو کښې پټ دے . بلکې نن جديد او سائنسي زمانه کښې پرې نوې نوې څېړنې کېږي او نوی نوې خبرې مخې ته راځي – په دغه تاريخي سفر کښې ښځې ذات د اولنۍ ورځې تر نن پورې ډېر لوے لاس لرلے دے د دنيا د ابادۍ او پرمختګ په دې سفر کښې ئې خپله برخه په ډېره لويه پيمانه اچولې ده –

په نسلونو ، نسلونو ئې د زېږېدو دا عمل د دنيا د ابادۍ او بقا راز دے . د ښځو د سړو سره اوږه په اوږه دا سفر ښکلے او خوږ هم دے او تريخ هم او ډېر خور وور هم دے . که په تاريخي طور دې سفر ته کتنه وشي نو معلومه به شي چې شاته وختونو کښې ښځو د سړو سره په خوږو او ترخو دواړو حالاتو کښې دا اوږد سفر تل روان او برقرار ساتلے دے او سړو هم په دغه لاره د ښځو سره پوره کومک کړے دے.

که يو اړخ ته سړو د ژوند تېرولو لپاره د ژوند بېلابيل ضروريات تر لاسه کړي دي نو ښځو هم د خپل بال بچ او مېړونو سره په هر ډګر پوره پوره کومک کړے دے . دغه ضروريات او سهوليات يې د ارام ژوند تېرولو لپاره‌ پکار راوستي دي او ورستو يې خپلو نسلونو ته منتقل کړي دي، او ډول ډول اضافې ئې پکښې هم کړي دي. په نړۍ کښې چې څومره هم قومونه اباد دي دغه ټول قومونه د دې مرحلو نه تېر شوي دي. په دغه ژوندو قومونو کښې يو پښتون قوم هم دے چې په خپله دغه زرګونو کاله تاريخي سفر کښې ئې پخپله دغه خوره وره جغرافيه کښې ډېر څۀ ليدلي ، اوريدلي، وئيلي، ازمائيلي او پرېښودلي دي .

د پښتنو دغه ښکلې او ښېرازه جغرافيه نۀ صرف د هغوي شتمندي په ګوته کوي بلکې د دوي يو سپېځلے کلتور هم پخپل وجود کښې ژوندے ساتي .د دغې کلتور د لارې د هغوي ژبې هم وده کړې ده چې په نتيجه کښې ئې اولسي ادب مخې ته راغلے دے .

اولسي ادب د ټول اولس شريکه سرمايه وي او د ټول اولس د ژوند ټول کړۀ اوړۀ پکښې خوندي شوي وي چې د هغې په ذريعه مونږ د هغه اولسونو تاريخونه مطالعه کوو . اولسي ادب ته فولکلور هم وئيلے شي . د دې لپاره په انګليسۍ کښې د ټولو نه اول په کال ۱۸۴۶ کښې ډبليو جے تهامس د فولکلور نامه غوره کړه . Folk خلکو ته او Lore علم ته وايي .

د فولکلور په اړه پروفيسر ډاکټر داور خان داؤد ليکي :
” فولکلور د انګريزۍ ژبې مرکبه کلمه ده چې معنا يې ده د خلکو زده کړه يا اولسي پوهه په ادبي اصطلاح کښې فولکلور د يو اولس رسم و رواج‌ ، تهذيب ، تعصباتو، د ژوند طور طريقو او نورو سره اړه لري ، فولکلور خولۀ په خولۀ يا سينه په سينه د يو دور يا نسل نه بل نسل ته منتقل کېږي يعنې دا د اولس په سينو او حافظو کښې محفوظ وي.”

فولکلوري ادب کوم خاص پېژندونکے او ويونکے نۀ لري په کلو کوڅو غرو او رغو ، پولو ، پټو ، تنور او ګودر ، غم او ښادۍ نه په شريکه زېږېدلے وي .

د اولسي ژوند هنداره وي خلک يې په زړونو کښې ساتي او يو نسل يې بل نسل ته خولۀ په خولۀ منتقل کوي . د ضرورت په وخت ئې د موقعې په مناسبت ئې د زړۀ نه راوباسي او خپله کړمه پرې سر کوي .
په پښتو کښې اولسي ادب په دوه ډوله تقسيم دے چې يو د نظم برخه ده او بله د نثر . په نظم کښې ټپه ، چاربيته ، بدله ، سندره ، لوبه ، نيمکۍ ، بګتۍ ، د ماشومانو سندرې ، د ميندو سندرې ، کاکړۍ غاړې ، د مروتو کسرونه او نور ډېر نظميه صنفونه راځي .‌ خو په دې ټولو صنفونو کښې ټپه يو داسې صنف دے چې ډېر زوړ هم دے او مقبول هم چې تاريخ ئې زرګونو کاله ته رسېږي .

د پښتنو د ژوند پوره پوره عکاسي پکښې شوې ده ‌. ټپه که هر څو په وجود وړه ده خو په تاریخي لحاظ ډېره زړه او پخپله سينه کښې ئې د پښتنو د ژوند ډېر لوے تاريخ خوندي کړے دے . ټپه د دوه مصرو نه جوړه وي چې اولنۍ مصرعه يې نهۀ (۹) سيلابه او دويمه مصرعه يې ديارلس (۱۳) سيلابونه وي لکه د مثال په توګه دا ټپه :

بابا کوچيانو ته مې ورکړه
چې د کشمير او د لغمان وکړم سيلونه

د ټپې د اثر او تاثير پحقله پښتون عالم ، نقاد او محقق قلندر مومند وايي چې :

” ټپه د پښتو ژبې خپل تخليق دے او د دې وجود په نورو ادبونو کښې بيخي مفقود دے . هم دا يو صنف دے چې د قندهاره تر اټکه د پښتنو مشترکه ملي سرمايه ده ، چرته ورته ټپه او چرته ورته لنډۍ وئيلے شي ، د دې د وجه تسميې باره کښې دا قياس کېږي چې ټپه “ټاپې” (مهر) ته وائي او چونکې پښتانۀ په هره خبره کښې ټپې د متلونو په حيث استعمالوي ځکه نو دې ته ټپې وئيلے شي يا دا چې (ټپار) لاسونو پړقولو ته هم وائي چونکې د ټپې د ساز سره سره د دې په سر او لے لاسونه هم پړقولے شي ، ځکه نو د دې صنف نوم ټپه شو”

د پښتو زياتره ټپې د ښځو سره منسوب دي او د ښځو لخوا وئيلي شوي دي چې مونږ پکښې د هغوي احساسات او جذبات لېدلے شو .که چرې مونږ د پښتنو ميرمنو د ژوند عکاسي کوو نو مونږ سره په اولسي ادب کښې ټپه واحد يو داسې صنف دے چې په هغه پوره پوره د پښتنو ميرمنو د ژوند ترجمانه او يوه روڼه آئينه ده . چې د هغوي د ژوندانۀ عکس پکښی په واضحه توګه منعکس کېږي . په ټپه کښې د پښتنو ميرمنو مينه او وفا ، جنګ او نفرت ، علم ، عمل ، سفرونه، وادونه ، خوشحاليانې ، غمونه تکلیفونه ، د زړۀ حالونه ، پټ رازونه ، په پولو پټو او ګودرونو د مينې جنګونه ، او د ظلم د لاسه فريادونه تر دې چې هر څۀ په ټپه کښې بيان شوي دي. خو دلته به زۀ د خپلې موضوع په مناسبت هغه ټپې راوړم په کومو ټپو کښې چې پښتنو ميرمنو‌ خپل فرياد وړاندې کړے دے او ورسره شوے ظلم او جبر يې نېغ په نېغه په ټپه کښې بيان کړے دے. دا هغه ټپې دي چې کله چې په پښتنه ټولنه کښې د نورو طاقتورو قوتونو لخوا د استحصال لوبه ګرمه شوې ده.او په نتيجه کښې داسې حالات رامنځته شوي دي چې پښتنې ميرمنې هم په دغه استحصالي زنځير کښې ښکيل شوې دي . چې ورسره د پښتنو ټولنيز ژوند ډېر د تاؤ تريخوالي ښکار شوے دے ،

لکه دا ټپې

ولې به نۀ ژاړم عالمه!
چې زوړ سړے مې د پالنګ طمع کوينه

مئينه يم منکره نۀ يم
کۀ شينکے خال مې د چړو پۀ څوکو ځينه

خاونده ! بېا دې ماسخوتن کړو
د نارضا کټ نه مې رېږدي اندامونه

ښځه هغه ځلانده او روښانه ډيوه ده چې په خپلو رنګينو او زرينو وړانګو او نوراني پلوشو نړۍ ته نور، ښکلا او رڼا بخښي. د انساني ټولنو بقا او شتون ورپورې تړلے دے . ځکه خو له ادم نه تردې دمه ښځې او نر د لازم او ملزوم په توګه د ژوند کاروان په ګډه د منزل پر لور روان کړے او اوږه په اوږه يې د انساني ټولنو د جوړښت او وادنۍ هڅې او يون جاري ساتلے دے . د ازل نه ئې خپل لاسونه د يو بل په لاسو کښې داسې غوټه کړي چې تر ننه ئې دا پيوستون قوي او برقرار ساتلے دے ښځې تل د ژوندانۀ پر هر ډګر له نارينه سره د يوې پياوړې مرستيالې په توګه برخه اخيستې ده .

او هېڅکله هم په دې هڅو او هلوځلو کې له نارينه څخه وروستو نه ده پاتې شوې. خو کله چې ورته د نارينه لخوا زورنه ورکېږي او واک يې د بل لاسو ته ځي نو که د خپل پښتنې شرم و حيا لا لاسه چپه خوله پاتې کېږي خو خپل احساسات او جذبات ئې بې قابو شي او له زړۀ څخه يې داسې ټپه راڅرګنده شي چې يا خو پخپل حساس او معصوم وجود خپل اختيار غواړي او يا د خپل بې واکه ژوند نه لاس اخلي:

صورت زما واک يې د نورو
ربه ته واخلې دا بې واکه صورتونه

صورت مې خپل واک مې دبل دی
صورته خاورې شې چې نور دې واک کوينه

په دلالانو جارو راشه
په پېغلو لوڼو د پلار غولے خوند کوينه

که د نړۍ تاريخ ته ژور نظر وکړو او د زړه په سترګو يې وڅېړو نو څرګنديږي چې ښځو د وختونو په اوږدو کښې داسې ستر او وياړلي کارونه هم کړي دي او داسې لوے شهکارونه ئې پريښي‌ چې انسان ورته حيران پاتې کيږي . چې د طبيعت دغه فطرتاٌ لطيف موجود داسې عظيم او تر پولادو سخت کارونه هم کولے شي چې نارينه يې له کولو بې وسه وي۰
لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه چې ښځې د ژوندانه پر هر ډګر او سنګر د ژوند په ټولو چارو او کشالو کښې فعاله برخه اخيستې او په داسې تلپاتې کارنامو ، وياړونو ، زرينو حماسو او افسانو يې د تاريخ پاڼې رنګينې کړي، چې د ښځې عظمت، اهميت او ارزښت په ډاګه کوي او هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولے . پښتنو ميندو داسې نازولي ننګيالي اتلان زېږولي چې تل به پرې تاريخ فخر کوي. ډاکټر مبارک علی “تاريخ اور عورت “نومې کتاب کښې د ښځې د عظمت په اړه داسې ګويا دے:

” تاریخ میں عورت کا تذکرہ بحثیت ماں کے بھی آتا ہے ۔ مگر اس حیثیت میں اس کی بڑائی اور عظمت یہ ہوتی ہے کہ اس نے جیالے بہادر اور عظیم لوگ پیدا کئیے اور یہ سب عظیم شخصیتیں مردوں کی ہوتی ہے اور جب یہ عظیم مرد تاریخ میں نام پیدا کرتے ہیں تو پھر عورت کو فراموش کر دیا جاتا ہےعورت کا کام لڑکے پیدا کرنے کے بعد ختم ہوجاتا ہےاور پھر اس کے بعد اس کی شناخت اس کے لڑکے ہوتے ہے”

دلته يوه ټپه وړاندې کوم چې په هغې کښې د پښتنې مور عظمت بيان شوے دے او د دغسې په اولادونو اولسونه‌فخر کوي. د دې ننګ او ميړانې ټول کريډيټ هم مور ته ورکړے شوے دے چې داسې بچي يې زېږولي دي .

چې توره نۀ کړي نور به څۀ کړي
چې ئې شودۀ د پښتنې رودلي دينه

ښځې نه صرف د اولادونو په تخليق کښې په ډېره لويه پيمان ورکړه کړې ده . بلکې د ژوند د ضرورياتو ډول ډول ايجادات يې هم کړي دي . د ډاکټر مبارک د وينا تر مخه

“اور یہ عورت ہی کا کارنامہ ہے کہ اس نے سب سے پہلے جس جانور کو سرہایا وہ مرد تھا ۔کیونکہ جب مرد کو ایک چھت ملی تو اس کا ایک ٹھکانہ ہوا، جب وہ شکار کی مہم سے بھوکا ،پیاسا،تھکا،ہارا واپس آتا تو اسے ایک چھت کے نیچے سکون اور کھانا ملتا ۔یہ سب عورت کی وجہ سے ممکن ہوا۔ نیولیتھک دور کے جو مٹی کے برتن ملے ہے وہ عورت کے شکل کے ہے یا تو اس کا چہرہ ہے یا پورا جسم یہ اس بات کی علامت ہے کہ عورت کی سماج میں اتنی ہی اہمیت تھی جتنی کہ برتن کی کیونکہ برتن روزمرہ کی زندگی میں چیزوں کی حفاظت کا کام کرتا ہے”

تاريخ څرګندوي چې ښځو په هر دور کښې خپلې ټولنې ته په يو نه يو شکل کښې څۀ نه څۀ ورکړي دي
چې له کبله يې انساني ټولنې وده کړې ده . که نن هم مونږ وګورو د پښتنو په سيمه کښې د ژوند د ضرورياتو د استعمال ډېر څيزونه دي چې هغه يواځې د ښځو ايجادات دي. دغسې د دې ټولو څيزونو ذکر په زمونږ په اولسي سندرو کښې هم مخې ته راځي . ټپې زیاتې د پښتنو مېرمنو د جذباتو اظهار دے او هم د دوي لخوا وئيلي شوې دي ، خو هر کله چې پښتنه مېرمن د خپلې حیا پړونے نه غورځوي په دې وجه دا ټولې ټپې د چا نوم ته نه شي منسوب کېدلے دا په دې خاطر چې د ویونکي د زړه د کیفیت له تاثر او درده څوک خبر نشي . د دوی په خولو د پښتو مهرونه لګېدلي وي ، د پېغور له وجې يې د داسې قسم د خیال اظهار سره خپل نوم تړل مناسب نه دي ګڼلي .

په خوله به غټه تيږه کېږدم
چې بې وفا شو اوس دې تورې خاورې شينه

پښتنه میرمن د نړۍ د ټولو مېرمنو په څېر د احساس ، وجدان او ذوق مېرمن ده . خو د فیوډالي او ماقبل فیوډالي شرایطو چوکاټ هغې ته د دې موقع نه ده ورکړې چې د خپل وجدان حکم او قضاوت د خپل ژوند په عمل کې څرګند او اغېزمن کړي.نو د پښتو ټپو یوه مهمه برخه ئې د خپلو احساساتو او جذباتو لپاره پکار راوستې ده. او د پلار واکۍ، ورور واکۍ، د مور او مېړۀ د ظلم‌ او دغسې د خواښې او سخر او د معاشرې د نورو خلکو لخوا د ښځې سره زور،ظلم او زياتے ئې په دغه ټپه کښې بيان کړے دے .

ځينې وخت دې پښتنو ميرمنو په ټپه کښې د موزیګي کلمات هم راوړي دي چې دا سمبولونه په لنډیو کې د بې غیرت ، نامرد ، بې پښتو ، بې حيا ، بې انصاف او شیطان سري په معنا کښې استعمالېږي او زیاتره په ښځمنو ټپو کښېې استعمال شوي او په هغو ښځمنو لنډیو کښې چې د موزي او موزیګي په ضد ویل شوي دي د محکومې او بې وسه پښتنې مېرمنې نهايي نفرت ، بېزاري او حسد انعکاس کوي لکه :

که مې نصیب د بدو نه وے
چېرې موزي چېرې د لګو صورتونه

خو د پښتنې ټولنې ښځه له ډیرو حقونو بې برخې ده او خپل ذات سیوري ته ژوند تیروي.اسلام ښځو ته د اسلامي اصولو په په چوکاټ کې دا اجازه ورکوي چې کار وکړي، ترڅو د ټولنې هغه خالي ګاه ډکې کړي چې نارينوو ته يې ډکول ستونزمن وي.لومړے ښځو ته په ټولنه کښې د تعليم په زده کړه کښې ستونزې را ولاړېږي، دا چې دا ستونزې د کورنۍ او يا د کورنۍ څخه د باندې وي، خو د ښځو مظلوميت ګڼل کيږي. دويم دا چې پښتنې پېغلې خپلې لوړې زده کړې پاې ته ورسوي، د دندو په ترلاسه کولو کې ورته شته پراته خونډونه د دوی مظلوميت څرګندوي. دريم دا چې د دندو په ترلاسه کولو کښې د ټولنې له ناسم برخورد سره مخامخ کېدل يې بل مظلوميت دے. که د ښځې په مظلوميتونو خبرې وشي کتابونه به پرې وليکل شي. زه يې د څو نمونو په وړاندې کولو اتفاق کوم‌ اوس هغه ټپې د بېلګې په توګه راوړم،چې ښځو پکښې خپل مظلوميت څرګند کړے دے داځکه چې پښتنې ټولنه کښې نارينه مقتدره وي او ښځينه نه شي کولے د نارينو په وړاندې خپل غږ نېغ په نېغه پورته کړي .‌د هغوي سره سره دا يوه لاره ده چې خپل احساسات په پښتو ټپو کښې بيان کړي په لاندې لنډيو کې پورته ياد شوي مظلوميتونو ته اشاره شوې:

پر مخ مې مه وهه ظالمه
د اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه

مسافر ته شوې خواره زۀ شوم
تا په پردي وطن کښې څۀ ليدلي دينه 602

په ما د بنې اواز اوشو
لکه ډوډۍ په تنارۀ خمسوزه شومه ۳۰

د ظالم دې ظلم ته ګوره
هم مې وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدينه ۲۹

اخرنی ځای دې لحددے
ظالمه مه کوه په ما ډېرستمونه

په پښتنې ټولنه کښې دا رواج ډېر عام دے چې کله د يوې خور يا يوې لور رشته کيږي نو په اکثرو کورونو کښی پلرونه او وروڼه د خپلې پيغلې لور خور نه تپوس نه بغير او يو نارينه ته يې په نکاح کړي . اسلام نارينه او ښځينه ته دا حق او صلاحيت ورکړی چې د خپل ژوند شريک او سيال په خپله وټاکي، مګر زموږ په ټولنه کې برعکس دا حق اوصلاحيت يوازې د نارينوو په لاس کښې وي، تر دې حده چې نجلۍ پرته له مشورې او خبرو کولو څخه يونارينه ته ورکول کيږی.

صورت زما واک يې د نورو
ربه ته واخلې دا بې واکه صورتونه

صورت مې خپل واک مې دبل دی
صورته خاورې شې چې نور دې واک کوينه

هغه داچې د زيات ولور د اخستلو په غرض مخکې له واده او روسته له واده څخه هلکان د خپلو واده او پورونو د خلاصي لپاره نورو هېوادونو ته مسافري کوي. دغه حالت ته ښځې په لنډيو کې نغوته کوي.

سوال دالله په در کښې وکړه
پلار مې سودي دے ما مالدار ته ورکوينه

خدايه د قطر بازار وران کړې
په شتو مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينه

دا لنډۍ هم د هغه دود غندنه کوي، کوم چې پښتانه يې په خپلو رشتو کښې کوي او هلک د خپل واده د پاره کلونه کلونه په نورو هيوداونو کښی مسفري کوي ، عمومآ پښتانه پر خپلو لوڼو زيات ولور اخلي. داکار ددې لامل کيږي چې ځوانان د خپل ژوند د بشپړولو لپاره نورو هېوادونو کښې کلونه کلونه مسافري وکړي، تر څو ټاکل شوي ولورونه پوره کړي .

مورې! ستي شې پلاره ومرې
زه د نيکه په کټ کې خاورې ايرې شومه

لنډۍ زیاتې د پښتنو مېرمنو د جذباتو اظهار دے او هم دوی ویلي دي ، خو هر کله چې پښتنه مېرمن د خپلې حیا پړونی نه غورځوي په دې وجه دا ټولې ټپې د چا نوم ته نه شي منصوبېدلے دا په دې خاطر چې د ویونکي د زړه د کیفیت له تاثر او درده څوک خبر نشي . د دوی پر خولو د پښتو مهرونه لګېدلي وي ، د پېغور له وجې يې د داسې قسم د خیال اظهار سره خپل نوم تړل مناسب نه دي ګڼلي . پښتنه میرمن د نړۍ د ټولو مېرمنو په څېر د احساس ، وجدان او ذوق مېرمن ده او د ښه مناسب او لپاره معیارونه او قضاوت لري ، خو د فیوډالي او ماقبل فیوډالي شرایطو چوکاټ هغې ته د دې موقع نه ده ورکړې چې د خپل وجدان حکم او قضاوت د خپل ژوند په عمل کې څرګند او اغېزمن کړي ، نو د خپلو پښتو ټپو یوه مهمه برخه د نرینه واک په ضد او د ښځې د اوږده اسارت او بېواکۍ د بیان په باره کې وايي او په بېلابېلو مواردو کې د دې ناروا (سالارۍ) د افشاکولو او رسوا کولو لپاره خاص اصطلاحات او سمبولونه استعمالوي او په دې وسیله د ازادۍ او ځانواکۍ پر لوري د خپلې تندې او تلوسې افاده ښايي . په دې کښې يو د موزیګي کلمه‌ ده دا سمبولونه په لنډیو کې د بې غیرت ، نامرد ، بې پښتو ،بې انصاف او شیطان نرینه د پاره کاروی.

که مې نصیب د بدو نه وای
چېرې موزي چېرې د لګو صورتونه

ګودر دې ونیو تومتي شوم
په اور ستي وے تومتي مه وے مئینه

زما پۀ برخه دې کمکے کړو
زۀ چې کمکے يار لويووم زړه به شمه‌

زما ابۍ دادا ته وايه
خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه

زۀ بې ګناه قاتل مې ورور دے
جرګه راغلي ما سوره کښې ورکوينه
زما د زړه ناپایه غمه
اور دې چې هر څو پټوم لوګی دې ځینه

چا ته مې نۀ ښودې ظالمه
خدای ته مې وښودې بې‌غمه ناسته يمه

جانانه راشه دا دی وخت دی
پلار مې د سر سودا د بل سره کوينه

جانانه ويښ يې که ويده يې
ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه

خان زمان کاکړ ، د ډاکټر وقار علی شاه کاکاخيل په کتاب “پښتنې ښځې او د قام خدمت” د يو باوقاره کتاب عنوان د لاندې داسې لفظونه کاروي چې:

” د پرون او نن دا فرق د يو لوے بحث متقاضي دے او د تقابلي ميتهوډ د کومې فېمنيسټې زاويې په مرسته کولے شو وپوهيږو چې اوس په پښتنې ټولنه کښې د جينډر مسئله کوم خدوخال لري؟ په اولسي ساحه( public sphere) کښې ښځو ته د ګډون لپاره څومره ګنجائش موجود دے؟ . ايا کولے شو يواځې د سياسي ګوندونو د ميرمنو پر څانګو اکتفا وکړو چې پخپله د جنسي امتياز د ژورې کرښې پر بنياد يې انتظام او اهتمام کېږي ؟ د ښځو د حېثيت مسئله او داسې ښکاري چې زمونږ له قامي سياست څخه اين جي او ګانو قبضه کړې ده ، يا د قامي سياست بې وسۍ، بې حسۍ او لاتعلقۍ حالات داسې پړاؤ ته راورسول چې اوس هم پښتنه ښځه “يا د کور ده يا د ګور ده” يا يې بدن د جنګ ميدان “woman body as a Battleground”ګرځېدلے او يا يې د بدن د سياست (body Politics) يو داسې تصوير زمونږ مخ ته راځي چې د بهر او بازار باچا سړي ته تر اوسه هم د ښځې ټول ژوند او حيثيت د هغې په جنسي عضو کښې مرتکز ښکاري او هم د ښځې بدن د يوې کالونۍ په توګه خپله مستعمره ګرځوي”

د خو افسوس خبره دا ده چې انګريزي استعمار د راتګ سره د پښتنو مېرمنو ژوند د بې قرارۍ او سختۍ سره مخ شوے او د خپلو ايجنټانو په ذریعه ئې په پښتنو کښې داسې بې شمېره د انتها پسندۍ جرړې مضبوطې کړې چې نن ئې هم اثرات د پښتنو په سيمه ايز ژوند کښې لېدے شو . او يا د هندوستان د‌ تقسيم نه پس هم د پښتنو په سيمه داسې حالات راغلل چې ډېر کلونه ئې په جنګونو کښې تېر شول چې په نتيجه کښې يې د د پښتنو په ټولنيز ژوند او نفسياتو ډېرې اغېزې وکړې. په پښتون وطن کښې دغه راپېښ جنګونو پښتنه ټولنه په يو وحشيانه ټولنه بدله کړه .‌ دغه جنګونو پښتنو ته ګڼ شمېر تاوانونو سره سره غټ تاوان پښتنو ميرمنو ته هم ورکړو چې اثرات به يې ورستو وختونو کښې نور هم ډېر تريخ ثابت شي ، پښتنې ميرمنې چې په خپل کلي محلت کښې ئې د ننګ او غيرت يو مثالي ژوند تېرولو دغه کرکجنو او ناوړه جنګونو د لاسه سرتور سر شوې عصمت ئې د خاورو سره خاورې شو.

چا ئې پلو ليدلے نۀ وو
اوس د کابل په لوري ځي سر تور سرونه.

حاکم او جابر قوتونه کله هم دا نه غواړي چې چې پښتانه دې د ترقۍ په لاره قدمونه پورته کړي
او د نورو ترقي يافته ملکونو سره دې برابري اختيار کړي – دغه کار به پښتانه ښځي او سړي پخپله کوي. مور او پلار به خپلو لوڼو ته علم او هنر دواړه ورکوي او د کور په هر کار کښې به ئې د هر هنر په ښودلو کښې مرسته کوي، په خپلو پښو د اودرلو جوګه کوي او خپل د پښتني ژوند د اقدارو او لارو چارو نه به ئې هم خبروي. ځکه چې د پښتنو په علاقو کښې د د نورو لخوا داسې مائنډسټ پښتنو ته جوړوي لکه دا متل چې “چې ښځه يا د کور ده يا د ګور”
يا دا چې په ښځو تعليم کول نه دي پکار يا جينکۍ مکتب ته لېږل د شرم کار دے يا جينکۍ خو هسې هم پردي کور ته وادۀ شي په دوې دومره تعليم کول څۀ معنا نه لري او داسې ډېرې خبرې دي چې د پښتنو ښځو په اړه وئېل کېږي خو ولې دوي د پېغمبرپاک په وينا هم عمل نه کوي چې علم په هر نارينه او زنانه يو شان فرض دے -او د Napolean Bonaparte وينا دلته سل په سله درسته ده چې :

“Give me an educated mother, I shall promise you the birth of a civilized, educated nation”

ژباړه: تۀ ماته يوه تعليم يافته مور راکړه . زۀ به تاسو ته يوه مهذبه او تعلیم يافته قام درکړم .

دا لاندينۍ ټپې تاسو دلته لوستلے شئ چې پښتنو ښځو پکښې پلار واکۍ عکاسي کړې ده ‌.

په پلار مې بله جرګه وکړه
که در ئې نه کړم بیا به ستا رضا کومه

پردي کورونه دوزخونه
ناکامې جونه پکښې عمر تېروينه

خویندې چې کښيني وروڼه ستائي
وروڼه چې کښېني خويندي بل له ورکوينه

بابا کوچي ته مې ور نه کړې
زه به اوښان ساتم که ځان به تيارومه

بنګړي مې ټول د لاسه مات شو
زۀ به بخيلي مور ته څۀ ځواب کومه

پاس په دکن دې څلے جوړ شه
کاغذ دې راشه چې بندي ازاده شمه

په دلالانو جارو راشه
په پېغلو لوڼو د پلار غولے خوند کوينه

لالا مې خپل ارمان پوره کړو
زۀ ئې په اور د رواجونو ستي کړمه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه