لیک : رزاق غورځنګ
نن د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ده.د یو انقلابي مارکسسټ په حیث د خپلي مورنی ژبي پشتو،پشتو ادب او پشتو موسیقي سره زشته زیاته مینه لرم.
د تاریخ په اوږدو کي پشتو ژبه کله هم د پشتون او افغان اشرافیه ژبه نه ده پاته سوې بلکه پشتو ژبه د غریبو کلیوالو،بزګرو او خواریکښو پشتنو ژبه پاته سوې ده.
د احمد شاه ابدالي له اولاده ې ونیسې بیا تر سرداود پوري،يوه ې هم په پشتو ژبه خبري نه کولې او نه ې پشتو ژبه زده وه حتی’ امیر امان الله خان چي یو انقلابي قام پرست او مترقي مشر وو د باچاخان په قول چي زه ډیر مایوسه شوم چي کله امان الله خان راته وویل چي زما پشتو نه ده زده خو باچاخان واي چي ما سره ې قول وکړو چي بل ځل ته که ملاقات ته رالې زما به پشتو زده وي او په پشتو به خبري سره کوو او هم داسي وسو چي کله باچاخان او امان الله خان په کلکته کي دویم ځل د پاره سره ولیدل دوي په پشتو خبري سره وکړې.
د پشتو ژبي او ادب دویم شکلی خصوصیت دا دی چي د پشتو ژبي او ادب په حواله چي د تاریځ په اوږدو کي سومره تخلیق او کار سوی دی دا ټول تخلیق د استعمار،استبداد، د خپلواکۍ او د وطن د دفاع په خاطر په تاوده مبارزه کي د مزاحمت په هسکو او څپانده څپو کي غریبو کلیوالو او خواریکښو پشتنو او د هغوی مشرتابه کړی دی دی.
د مغل استبداد په ضد د پیر روشان په مشری کي د غریبو کلیوالو او خواریکښو پشتنو مزاحمت لومړی مرحله ده چي پشتو حروف تهجي مخته راله او د پشتو شاعري او ادب زرین وخت پیل شو.
ورپسې د خوشال خټک مزاحمت او په پشتو شاعري او نثر کي معیاري پرمختګ، د ایراني ګورګین په ضد د میرویس نیکه په مشری کي د خپلواکي مزاحمت داسي مرحله وه چي پشتو شاعري او ادب پکي وپنځیدلو.په شلمه پیړی کي د باچاخان په مشری د انګریزي شکیلاک په ضد سرخ پوش تحریک او په بلوچستان کي د پشتون میشتو سیمو سخه د خان شهید په مشری کي کلیوالو غریبو او خواریکشو پشتنو غورځنګونو پشتو ادب او ژبي ته معیاري پنځوني راوړې او هم داسي ویش زلمیان او د ویش زلمیانو له خیټي راوتلي خلق ډیموکریټک ګوند د استعمار په ضد د خپلواکی په مبارزه کي پشتو ژبي او ادب ته هغه پنځوني ورکړي چي نن هم ورباندي پشتو ژبه ناز کوي.
نن هم د پشتو ژبي د آزادي او د پرمختګ سوال د انقلابي مبارزي او انقلابي بدلون سره تړلی دی او پشتو ژبه هله ژغوریدلی سي چي کله موږ د انقلابي سیاست له کاروان سره ځانونه پیوست کړو او دا موجود اولس دشمنه او ادب دشمنه نظام بدل کړو.


