دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو ویلي چې د کابل د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۴۰ ښځینه...

طالبانو ویلي چې د کابل د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۴۰ ښځینه پولیسې فارغې شوې دي.

ويب ډیسک

د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې د کابل د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۴۰ ښځینه پولیسې فارغې شوې دي.

سهیل شاهین پر ټویټر یوه ویډیو خپره کړې چې دغه ښځینه افسرانې د هېواد د خدمت لپاره له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې دي.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی طالب چارواکی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځو د روزنې او استخدام خبره کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره پر طالبانو نړیوال فشارونه پراخ شوي او مظاهره کوونکو ښځو د طالبانو له نیولو او جبر سره سره د زده کړې او کار کولو لپاره مبارزه جاري ساتلې ده.

له دې وړاندې ټولې ښځینه امنیتي ځواکونه، اردو او پولیس د طالبانو د غچ له ویرې له افغانستانه وتلي وې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه