دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي چې د پولیو له منځه وړلو کې به همکاري وکړئ

طالبان وايي چې د پولیو له منځه وړلو کې به همکاري وکړئ

ويب ډیسک

 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې له یونیسف سره په ګډه له څو سیمو پرته د ټول هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پرضد د واکسین د کمپاین دوهم پړاو نن پیل شو.

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر آزادۍ راډیو ته وویل چې دا کمپاین به په دوو مرحلو کې سرته ورسېږي چې لومړۍ یې نن دوشنبې په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې پیل شوه او دوهمه به یې د کب یا حوت د میاشتې په نهمه نېټه په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې پیل شي.

 

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره ۹،۱ میلیون ماشومان واکسین شي خو د هژیر په وینا د سړې هوا له کبله په بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو او همداراز د بدخشان او غزني ولایتونو په یوشمېر ولسوالیو کې دا کمپاین نه تطبیقېږي.

 

په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو یوازې یوه مثبته پېښه په پکتیکا کې ثبت شوې چې د عامې روغتیا وزارت په وینا د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې له موندل شوې پېښې سره ورته ریښه لري.

 

پولیو یوازې د خلکو د همکارۍ په صورت کې له منځه تللی شي. اجازه ورکړئ چې روغتیا پال ستاسو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه