دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

مینه او لوږه

لیکنه: محمد علیم بسمل

بالښتونه مو یو رنګ او توشکې مو بل رنګ دي، پهٔ حمام کې پهٔ ټیټه ملا غسل کوو، چې غرمنۍ له ستوني ښکته کړو بېګا ته مو سترګې سپينې وي؛ پهٔ همدې مسکنت کې مو ورور خپلې ترورزئ باندې مین شوی دواړه پښې یې پهٔ یوه موزه کې منډلي پلار ته وايي چې ماته به حتما همدغه نجلۍ کوئ.

دا زموږ دیوې مسکینې ګاونډۍ د خولې خبرې دي.

رحمان بابا فرمايي:

 

یو یو داغ پهٔ ټټر ایښی دهرچا دی

کهٔ پاچا د ولایت دی کهٔ ګدا دی

 

زه له دوه زرم کال نهٔ مخکې د چارسدې پهٔ ترنګزو کې پهٔ داسې یوو جومات کې دیره وم چې خلک يې سخت غریبان وو، چې ډیر به مجبور نشول ..لبان به یې نه دیره کول ډارېدل چې که وږي پاتې شي ښېرا به راته وکړي په دوی کې یوځوان وو له موږ سره به دشپې تر ناوخته ناست ؤ ټول مجلس یې د یوچا پهٔ دوو سترګو راڅرخېدهٔ؛ نن زما پسند ماته داخبره وکړه ماهغې ته داسې وویل او …

زما یې هم ورته سودا کړه یو شپه مې ورته وویل هلکه ته دې دپسند تصویر راوړه چې موږ یې هم وګورو چې په زړهٔ ارزي کنه؟ ماهسې پهٔ ګپ کې ترې غوښتی ؤ خودی ډېر صادقه انسان ؤ سبا شپه چې جمعه ړنګه شوه خلک لاړل دی د هر وخت پهٔ څېر نن شپه هم کیناست له یو څو خبرو وروسته یې جیب ته لاس کړ، دخپلې معشوقې تصویر یې لکه سورت یاسین پهٔ څلورو پوښونو کې نغښتی ټول ملګرو ته یې وښود اوهرچا یې پهٔ ځاني او ښکلا نظر ورکړ.

یوخو وخت هم ډېر وتلای او بله داچې زما حافظه هم ضعیفه ده خو دومره راپهٔ یادیږي چې د کار نه وه، پهٔ دې نه ارزېده چې سړی دې پهٔ ډېره غریبې کې هم ځان پسې ستړی او نورهم پوروړی کړي.

اینجانب بیا تردوی ډير غریب ؤ او دعاشقۍ تور هم راپاندې پورې ؤ؛ کله به چې په لسو بجو ..لبان د تفریح لپاره رخصت شول ډلې ډلې به دیو فارسي ژبي دآش په دیګیو ورمات شول چې هره ورځ یې مدرسې ته د پلورلو لپاره راووړ له ماسره څلور روپۍ نه وې چې یو پليټ آش مې پرې اخستی وای، یو څو روپۍ راسره وي چې دبیرته تګ لپاره مې ساتلې وې هغه هم زما دبابا یوو سلیمان خېل مرید راکړې وې.

پهٔ ځينو خلکوکې دود دی چې شیروا وخوري غوښه پهٔ کاسه کې دشریکو خلکو پهٔ حساب برخې برخې کوي او بیایې ویشي ، موږ به وچه ډوډۍ همداسې تقسیموله هغه ورځ هم راپه یادیږي چې مېلمه راغی او ما لهٔ قاره ستړې مشې ورنکړه.

خو پهٔ دې لوږه کې چې کوم خوندونه وه د دنیا ټول نمعتونه دې ترې لوګی شي، د روم مولانا رښتیا ویلي چې لوږه د روح غزا ده.

اوس هم حدیثونه اورو او لولو خو دهغه وخت بېل تاثیرات ؤ. یوه شپه مې د جومات ستنې ته تکیه کړې وه ، مشکوة شریف مې مخې ته غوړېدلای ؤ پهٔ کتاب العلم کې لګیاوم چې دا حدیث مخې ته راغی من جا ء ه الموت وهو یطلب العلم لیحي به الاسلام فیبینه وبین النبیین درجة واحدة في الجنة … ( څوک چې په ..العلمۍ کې ومري دهغه او دپیغمبر ترمنځ به یوه درجه فرق وي)بې اختیاره مې لهٔ سترګوو اوښکې راغلې او پهٔ مخ مې راماتې شوې پهٔ همدې شپه مې لهٔ الله سره عهد وکړ چې زهٔ به ترقیامته پورې .

لب لعلم یم . تراو سه نه راپه یادیږي چې مابه لهٔ ځان سره مولوي لیکلي وي .

دومره اچته مرتبه چې یواځې د پیغمبر مرتبه ترې اچته وي، اودمره مفته او اسانه چې دالله فضل نه وي پخپل عمل یې ترلاسه کول د کفترې پۍ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه