راشد خان د ملا تر عملیاتو نژدې څلور میاشتې وروسته بیرته د ملي لوبډلې نوملړ ته راغلی دی.

0
111

ویب ډیسک

د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان د ملا تر عملیاتو نژدې څلور میاشتې وروسته بیرته د ملي لوبډلې نوملړ ته راغلی دی.

د افغانستان کریکټ بورد له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ په پنځلس کسیز سکواډ یا لوبډله کې د راشد خان نوم په سر کې لیکلی دی.

له ایرلنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ سبا جمعه پيلیږي.

په دغو لوبو کې د افغانستان بل وتلی توپ اچونکی مجیب الرحمان هم شامل شوی دی.

افغانستان تازه له ایرلنډ څخه د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ ګټلې ده.