دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کرکټ بورډ عمرګل د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د روزونکي...

افغانستان کرکټ بورډ عمرګل د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګمارلی دی.

ویب ډیسک

د افغانستان کریکټ بورډ اعلان کړی دی، چې د پاکستان کریکټ ټيم پخوانی لوبغاړی عمرګل یې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګمارلی دی.
عمرګل به له افغان کريکټ لوبډلې سره د زمبابوي پر وړاندې د یو ورځینو او شل اوریزو لوبو پرمهال خپله دنده پیل کړي او افغان لوبغاړو ته به د بالېنګ په برخه کې مشورې ورکړي.
نږدې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان کریکټ بورډ د پاکستان د کریکټ دوه پخواني لوبغاړي عمرګل د بالېنګ او یونس خان د بېټینګ په برخه کې د سلاکارانو په توګه ګمارلې ول. دوی په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبغاړو سره په یوه تمریناتي کمپ کې هم برخه اخیستي وه.
کریکټ بورډ د بل پاکستاني لوبغاړي یونس خان په اړه څه نه دي ویلي، چې هغه به د سلاکار په توګه پاتې شي او یا هغه به هم راتلونکي کې د بیټینګ په برخه کې د روزنکي په توګه وګماري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه