ويب ډیسک
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې دوه بریتانوي سټېنګر مزایل یې نیولي دي چې قاچاقبرو یوه ګاونډي هيواد ته لیږدول. دغه خبر تر اوسه پوري خپلواکو سرچينو تائيد کړی نه دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه ویډیو کې چې د دغه وزارت په ټویټر کې نشر شوې ده ویلې دي، د درنو جرمنو سره د مبارزې ریاست دا ميزایل د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال ترلاسه کړې دي.
طالبان وایي، په دې تور یې پنځه کسان هم نیولې دي چې دا دوه سټېنګر مزایل یې په یوه میلیون ډالر پلورلې ول او غوښتل یې چې یوه ګاونډي هيواد ته یې ولیږدوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت که څه هم د ګاونډي هيواد نوم نه دی یاد کړی، خو څو ځلې یې د هغو کسانو د نیولو خبرونه ورکړل شوې دي چې پاکستان ته یې د پخواني افغان پوځ وسلې لیږدولې.


