لیکنه: هلمندپښتون
افغانستان چې کلونه کلونه د جګړو، ناامنۍ او سیاسي بېثباتۍ له زاویې ارزول کېده، اوس ورو ورو په سیمهییزه کچه د اقتصادي فرصت په توګه مطرح کېږي. هغه هېواد چې یو وخت د “امنیتي ستونزې” په نوم یادېده، نن د سیمې هېوادونه ورته د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي اتصال له نظره ګوري.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي امیر خان متقي خبره چې ویل یې : «افغانستان اوس مسله نه ده، بلکې افغانستان په سیمهییزه کچه په یو اقتصادي پل بدلېږي.» دا دریځ یوازې یو سیاسي بیان نه، بلکې د وروستیو سیمهییزو بحثونو او عملي ګامونو انعکاس دی.
په آستانه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د استازو په بېړنۍ غونډه کې افغانستان د بحث اصلي موضوع وه. د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه باید ګډه سیمهییزه تګلاره رامنځته سي، څو هر هېواد په جلا جلا ډول نه، بلکې په همغږۍ سره اقتصادي او ترانزیټي پروژې پر مخ یوسي.
د قازقستان استازو څرګنده کړه چې د دوی لیدلوری بدل سوی؛ افغانستان نور یوازې د امنیت له زاویې نه ارزول کېږي، بلکې د جنوبي اسیا بازارونو ته د رسېدو یوه عملي لاره ګڼل کېږي. هغوی یادونه وکړه چې که سیمهییز اتصال پیاوړی سي، د منځنۍ اسیا صادرات کولی سي د افغانستان له لارې تر تودو اوبو او جنوبي اسیا پورې ورسېږي.
د ازبکستان استازو هم ټینګار وکړ چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په اقتصادي ګټو پورې تړلی دی. د هغوی په وینا، ډېر ژر به په افغانستان کې ګډې پروژې عملي سي، په ځانګړي ډول د رېل پټلۍ، انرژۍ لېږد او سوداګریزو دهلېزونو په برخه کې. ازبکستان افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ “ځمکنۍ پله” وبلله او ویې ویل چې اقتصادي مصروفیت باید زیات سي، څو متقابلې ګټې رامنځته سي.
په دغو بحثونو کې دا ټکی هم روښانه سو چې سیمهییز هېوادونه غواړي افغانستان د رقابت پر ځای د همکارۍ په چوکاټ کې شامل کړي. ځکه چې اقتصادي انزوا نه یوازې افغانستان، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له بازارونو لرې ساتي.
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د شمال او جنوب، او ختیځ او لوېدیځ ترمنځ طبیعي پل دی. چین، هندوستان او ایران هر یو د سیمې په اقتصادي معادله کې خپل ځانګړی ځای لري، او افغانستان کولای سي د دغو بازارونو ترمنځ د اتصال مرکزي محور سي.
حتی بنګلدیش هم هڅه کوي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته ځان ورسوي. دا بدلون ښيي چې افغانستان ورو ورو د یوه جیوپولیټیک فشار له نقطې څخه د جیواقتصادي فرصت پر مرکز بدلېږي.
سره له دې چې سیاسي اختلافات لا هم سته، خو اقتصادي تعاملات ورځ تر بلې پراخېږي. که دا بهیر دوام ومومي او بنسټیزې پروژې عملي سي، افغانستان به په رښتینې مانا د سیمې د اتصال، ترانزیټ او سوداګرۍ په یوه ستراتیژیک پل بدل شي؛ داسې پل چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې اقتصادي نقشه به بدله کړي.


