ویب ډیسک
په پاکستان کې د روژې میاشت لیدل شوې ده، لومړۍ روژه به د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۹مه وي.
دا اعلان د چهارشنبې په ماښام د پاکستان د مرکزي رویت هلال کمیټې د مشر مولانا عبدالخبیر آزاد لخوا وشو.
له دې مخکې، د مرکزي رویت هلال کمیټې یوه غونډه د چهارشنبې په ورځ په پیښور کې د مولانا عبدالخبیر آزاد په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ترلاسه شوي شهادتونه وڅیړل شول.
له غونډې وروسته، د رویت هلال کمیټې مشر رسنیو ته په یوه لنډه وینا کې وویل چې ‘د ټول هیواد څخه د سپوږمۍ لیدو شهادتونه ترلاسه شوي، چې وروسته کمیټې پریکړه وکړه چې د روژې لومړۍ ورځ به د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په 19 وي.’
د هغه په وینا، ‘د سپوږمۍ لیدو لپاره د سپارکو او د هوا پېژندنې ادارې چارواکو څخه هم مرسته ترلاسه شوې.’
د مرکزي رویت هلال کمیټې په څیر، د زونل رویت هلال کمیټو غونډې هم په ولایتي مرکزونو او اسلام آباد کې ترسره شوې، چې پکې د سپوږمۍ لیدو شهادتونه وڅیړل شول.
دا باید په یاد ولرئ چې د پاکستان د ملي فضايي څیړنو سازمان سپارکو دمخه خبر ورکړی و چې د چهارشنبې په ورځ په هیواد کې د روژې د سپوږمۍ لیدلو روښانه امکانات شتون لري.


