یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه اصف ،که اړتیا پېښه شي، اسلام‌اباد ښايي د افغانستان په خاوره...

خواجه اصف ،که اړتیا پېښه شي، اسلام‌اباد ښايي د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه ترسره کړي

ویب ډیسک

د خواجه آصف خبرداری ورکړی چې که اړتیا پېښه شي، اسلام‌اباد ښايي د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه ترسره کړي.

خواجه آصف له یوې فرانسوۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د هغه څه پایله ده چې نوموړی یې د افغانستان د حکومت او هند ترمنځ «نیابتي جګړه» بولي.

هغه د پاکستان او هند ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، د دوو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د شخړې احتمال لا هم موجود دی او د اسلام‌اباد او نوي ډیلي اړیکې په ترینګلي حالت کې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې په ورځ د مبارکې روژې د درناوي په مناسبت د درېیو پاکستاني اسیرانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د نوموړي په وینا، دغه سرتېري د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې د نښتو پر مهال د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوي وو.

مجاهد ویلي چې د اسیرانو خوشې کول د اسلامي امارت د هغې پالیسۍ له مخې ترسره شوي چې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو پر ساتلو ټینګار کوي. د هغه په خبره، اسیران د سعودي عربستان د غوښتنې پر بنسټ یوه سعودي پلاوي ته وسپارل شول.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله له لوړو ژورو سره مخ دي؛ خو کابل تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا او هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارول شي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه