ویب ډیسک
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، به د اګست په ۱۵ نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ويني، څو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ دا اعلان د جمعې ورځ کړی او ویلي یې دي، چې په جګړه کې ښکېل اړخونه د یوه اوربند تړون ته نږدې شوي دي چې ښايي دا جګړه پای ته ورسوي.
کریملین ماڼۍ هم وروسته یوه بیان کې د دې غونډې پخلی وکړ.
د ولسمشر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین به د اوکراین د کړکېچ د اوږد مهاله سوله ییز حل پر لارو چارو تمرکز وکړي.
د ولسمشر ټرمپ د وینا له مخې، د اوربند او سولې په دې تړون کې به د دواړو هېوادونو په ګټه د ځمکو تبادله وشي.
مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا او روسیه پر داسې تړون کار کوي چې د جګړې پر مهال نیول شوې سیمې به د مسکو لاس کې پاتې شي.
اوکراین مخکې ویلي چې د جګړې د پای په لټه کې نرمښت ته چمتو دی، خو د خپلې شاوخوا ۲۰٪ خاورې پرېښودل به د زیلینسکي لپاره سیاسي او ملي له پلوه ډېر سخت وي.
اوس به د اګسټ په ۱۵ مه نېټه روښانه شي، ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین د اوکراین سولې په تړاو هوکړې ته رسېږي، که نه.
# #US #UKRAINE #RUSSIA #PUTIN #TRUMP


