ویب ډیسک
د اذربایجان او ارمنستان ولسمشرانو د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د سولې تړون لاسلیک کړ.
ویل شوي چې دا تړون به شاوخوا له درې نیمو لسیزو وروسته د اذربایجان او ارمنستان هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
ولسمشر ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د اذبایجان له ولسمشر، الهام علي اف او د ارمنستان له لومړي وزیر، نیکول پاشینیان سره دا تړون لاسلیک کړ، ویلي، چې دواړو هېوادونو له ۳۵ کلونو راهیسې جګړه کوله او اوس ملګري شوو او دا ملګرتیا به یې د اوږدې مودې لپاره وي.
ټرمپ وویل، دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې جګړه به پای ته ورسوي، ډیپلوماټیکې اړیکې به پیلوي او د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی به کوي.
رویټرز ویلي،که دا تړون دوام پیدا کړي، د ټرمپ ادارې لپاره به لویه لاسته راوړنه وي، چې کولای شي مسکو اندېښمن کړي، ځکه مسکو دغه سیمه د خپل نفوذ برخه ګڼي.
ارمنستان او اذربایجان له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په شخړه کې وو.
د ناګورنو – قره باغ غرنۍ سیمه، چې د اذربایجان برخه ده خو ډېری اوسېدونکي یې ارمنیان دي، د ارمنستان په ملاتړ له اذربایجان جلا شوه.
اذربایجان په ۲۰۲۳ کال کې پر دغه سیمه بشپړ کنټرول ترلاسه کړ، چې په پایله کې یې د سیمې شاوخوا ۱۰۰ زره ارمنيان ارمنستان ته کډه شول.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ هڅه کړې، چې د ولسمشرۍ دویمې دورې پیل کې ځان د نړیوالې منځګړی وښيي.
ټرمپ له دې وړاندې د کموډیا او ټایلینډ ترمنځ اوربند، د روانډا او کانګو د سولې تړون، د هند او پاکستان منځګړتوب، د اسراییل او ایران منځګړتوب او اوس د اګسټ په ۱۵ مه غواړي له ولسمشر پوتین سره کتنه کې د اوکراین جګړې په اړه یوې هوکړې ته هم ورسېږي.
که څه هم ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې پیل لومړی بهرنی سفر منځني ختیځ ته وکړ، خو لا یې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د یوې سختې مرګونې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې مانادار منځګړتوب نه دی کړی.
# #US @realDonaldTrump #Azerbaijan #Armenia


