ویب ډیسک
د پوځ اعلامیه کې راغلي، چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر یوه پټنځای شوي دي.
د پاکستان پوځ تېره ورځ هم په دغه سیمه کې د ۳۳ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.
د دغو دوه ورځنیو عملیاتو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې تراوسه پاکستاني پوځ سره نښتو کې ۴۷ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په دغو عملیاتو کې خپلو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه دي ورکړي.
پاکستان ادعا کوي، چې په بلوچستان او د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې وسله وال د هند استخباراتي ملاتړ هم لري.
بل خوا تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان تېره ورځ یوه خبري ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د کرښې اوږدو کې یې د وسله والو موجودیت په اړه طالبانو سره اندېښنې شریکې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وايي، د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي او نه هم اجازه ورکوي، چې د ټي ټي پي په ګډون نورې وسله والې ډلې دغلته پټنځایونه او روزنځایونه ولري.
# #PKP #PAKISTAN #Afghanistan #India


