دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي تدارکاتو کمېسیون کې د لسګونه سترو پروژو منظوري

ملي تدارکاتو کمېسیون کې د لسګونه سترو پروژو منظوري

ویب ډیسک

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه. غونډې د بېلابېلو ادارو اړوند په ۱۸۰ تدارکاتي موضوعګانو بحث وکړ.

د کمېسیون غونډې د ټولګټو وزارت لخوا د هېواد بېلابېلو برخو کې د سړکونو د جوړولو تړونونو د منظوري وړاندیزونو په اړه اړینې لارښوونې وکړې.

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ګردیز ښار د حلقوي سړک د پروژې د تړون منظوري، د افغانستان بانک اړوند د افغانیو نویو بانکنوټونو د چاپ، د کابل ارغندي څخه جلال اباد پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزو د ډیزاین، برابرولو، نصبولو او لېږدولو،

د تورخم د پل او کانکرېټي سړک د جوړولو، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د اړتیا وړ د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو لپاره د ۴۴۱ پایه لپټاپ کمپیوټرونو د برابرولو او تدارک، د هېواد نهو پوهنتونونو لپاره د انټرنټ او د مالیې وزارت اړوند مرکز او ولایتونو کې د تاسیساتو د فزیکي امنیت د تامین پروژې له بحث وروسته منظور کړې.

پر یادو پروژو د بحث پر مهال جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تدارکاتي ادارې دې د پروژو د تطبیق ټینګه څارنه او مدیریت وکړي او تدارکاتي ادارو ته ېې د کورنیو تولیدونکو شرکتونو د ملاتړ په اړه اړینې لارښوونې وکړې

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه