ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایی چی او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۴۰ طالبان ووژل شول، ۷۵ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۲۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، زابل، کندهار، هرات، بادغیس، بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل، هلمند، بغلان، کاپيسا او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. بل لورې ته طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


