ويب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وايي چې تېره شپه دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل.
چې په پایله کې طالبانو د مخکښ قوماندان زلمی او ګن شمېر نورو قوماندانانو او بهرنيو طالبانو په ګډون، تر ۵۰ زیات طالبان وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي.
همدا راز په دغه عملیاتو کې د دښمن يوه اندازه سپکې اودرنې وسلې له منځه وړل شوې.
ديادو نښتو پر مهال د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له لورې له مرکز څخه تر الينګار پورې سيمي تصفيه شوي او د عليشنګ په لور ياد عمليات په برياليتوب سره پر مخ روان دي. خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


