یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبدخشان ولایت کې د صنعتي ښارګوټي جوړویږی

بدخشان ولایت کې د صنعتي ښارګوټي جوړویږی

پښتو جرنل

دصنعت او سوداګرۍ وزارت په بدخشان ولایت کې د یاد ولایت د صنایعو او تولیداتو د ودې او پراختیالپاره په 100 جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړوي.
د دې صنعټي ښارګوټې ځمکه بدخشان ولایت د فیض آباد ښار د اوومې ناحيې په صمتی کلي کې د صنعت او سوداګرۍ، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ،

اطلاعاتو او کلتور ، کانونو او پټرولیم ، مالیې وزارتونو او چاپیریال ساتنې ادارۍ د پلاوي په ګډون تثبیت شوي، په پام کې ده چې د دې پروژې بنسټیزې اوعملي چارې په نږدې راتلونکي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ،په پارلمان کې د ولس استازو، د بدخشان ځایی چارواکو او خصوصي سکتوراستازو په شتون کې پرانستل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پام کې لرې چې په روان لمریز کال کې د هیواد لسو ولایتونو کې لس صنعتي ښارګوټي جوړ کړي ، چې د یو شمیر هغو لومړني کارونه پیل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه