پښتو جرنل
دا اسفالټي او کانکریټي سړک ۱۰.۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ له مرکز څخه د یادې ولسوالۍ تر سوچ کلي پورې غځېدلی، چې اوسمهال یې رغنیزې چارې، له ۱۳ سلنه پرمختګ سره دوام لري.
یاد سړک د ټولګټو وزارت د انرپ یا د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام تر چتر لاندې د څه باندې ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.
د یادې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د سیمې د اوسېدوونکو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۴۰۵۰ کاري ورځې رامنځته شوي او په مستقیم ډول به ۲۷۰۰ تنه ترې ګټه پورته کړي، چې د کار له بشپړیدو سره به یې د جرم ولسوالۍ د سوچ او شاوخوا کلیو اوسېدونکو د سړک ستونزه هواره شي او تر پخوا به په اسانه ډول د جرم ولسوالۍ د مرکز بازار ته تګ را تګ وکړي.
انرپ یا د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام چې وړاندې یې یوه لویه برخه له کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره وه، تازه ټولګټو وزارت ته په بشپړه توګه انتقال شوې چې د هیواد په کليو او بانډو کې ګڼې پروژې تر کار لاندې لري.


