پښتو جرنل
د ملي دفاع وزارت وایي تېره ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویمې سرحدي لوا منسوبینو د پکتیکا ولایت “تروې” ولسوالۍ پورې اړوندو سیمو کې هدفمند عملیات تر سره کړل، چې ددغو عملیاتو په پایله کې، ۲ طالبان د ۱۵۴ بوجۍ امونیم نایتریتو سره ونیول شول.
طالبانو دغه مواد، په ۵۰ کیلو ګرامه بوجیو کې ځای پر ځای کړي وو، تر څو له دغه موادو څخه د ماینونو په جوړولو کې کار واخلي، چې ملکي او پوځي کسان په نښه کړي.
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱ تراکتور او ۱ موټر سایکل لاسته راغلل او د یادو موادو څخه ډکه یوه ۱۲ کیلو ګرامه بشکه چې نورو ولایتونو ته د لیږدولو په موخه چمتو شوې وه، هم کشف شوه.
خو بل لورئ ته طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دی وئیلی


