دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي د ملکي تلفاتو کچې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

حامد کرزي د ملکي تلفاتو کچې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

ویب ډیسک
د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حامد کرزی د افغانستان د بشري حقونو د سازمان له خوا په تېرې یوې میاشتې کې په هېواد کې د ملکي تلفاتو په اړه خپور شوی رپوټ د ژورې اندېښنې او خواشینۍ وړ بولي او ترڅنگ یې د جگړې او تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینگار کوي.

حامد کرزي یو ځل بیا په جګړه کې پر افغاني ښکېلو غاړو غږ کړی څو له روانې تپل شوې پردۍ جګړې، چې یوازې افغانان یې قربانيان دي، لاس واخلي او د یو آزاد، خپلواک او امن افغانستان لپاره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه