دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکندهار کي د غلچکي بریدګرو مسؤل او ۷ تنه وسله وال ونیول...

کندهار کي د غلچکي بریدګرو مسؤل او ۷ تنه وسله وال ونیول سول

ویب ډیسم

د کندهار ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ د رسنیو سره د یوې ۸ کسیزي وسله والي ډلي په اړه معلومات شریک کړل، چي په ښار او ولسوالیو کي یې په هدفي وژنو او ورته پېښو کي لاس درلود .

د کندهار والي روح الله خانزاده وايي په نیول سوو کسانو کي د یادي ډلي مسؤل عطاالله مشهور په حافظ هم شامل دی.
د کندهار والي وویل: د یادو کسانو سره دوې عرادې موټران، درې عرادې موټرسایکلان، ۵۰ حلقې خود ساخته ماينونه، يوه د راکټ مرمۍ، ۱ د هاوان مرمۍ، ۳۰ دانې د ماين تختونه، ۲ ميله کلاشينکوفونه، ۳ تفنګچې، پنځه پارسله انفجاري مواد، ۳۰ دانې د ماين فټاکۍ، ۴۵ د ماين ريموټونه او ۱۰۰ متره انفجاري لين نیول سوي.

والي زیاتوي چي یادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ولایتي اداره هڅي کوي، چي د ښار او ولسوالیو په کچه د غلچکي بریدونو د مخنیوي په موخه خپلي نوي تګلاري عملي کړي، ترڅو دښمن هدف ته تر رسیدو مخکي ونیول سي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه