لیک: شیرازخان مومند
د تحريک لبیک نظريه او طريقه ښه ده يا بده ده ، هغه يو بېل بحث دی خو اوس وخت دا خبره ټول جهان ته ښکاره شوه چې تحريک لبیک يو منظم قوت دی او دومره منظم مشرتابه او زورور قوي نظرياتي کارکن لري چې هغه په خپله نظريه باندې ځان هم وژني او بل هم وژني او تر دې حده په خپله نظريه کلک ولاړ دي چې حکومت ځان ته تسليموي …
تحريک لبيک چې څه هم دی هغه د خپل کلک کارکن او د نورو ډلو د اخلاقي او څه ممکن حد پورې د جسماني ملاتړ په زور دی او دغه کار د يو اوږد او جامع عمل ، پلان او فکري روزنې په پس کېږي …
د تحريک لبیک کارکن چې خپل تنظيم او خپلې نظريي باندې دومره کلک ولاړ دی نو هغې نه شاته يو ډېر لوي اوږد او ژور فکري تربيت دی کوم چې د کتاب ، ليک ، لوست په شکل کښې په مدرسه کښې د هغه کېږي او چې کوم اولس ورسره ولاړ دی نو هغه اولس د هغه امام د اثر د لاندې دی کوم امام چې د ډېر قوي او ژور فکري تربيت نه پس د مدرسې نه فارغ شي او د خپلې نظريي په يو يو اړخ باندې ډېر ژور نظر ، پوهه او دليل لري او د قوي دليل په بنياد باندې د اولس د قايل کولو او د خپل ملګری کولو اعصابي توان لري …
کله چې هغوي د نظريي په بنياد باندې خپل کارکن جوړ کړي نو بيا هغوي خپل هغه کارکن په داسې شکل کښې د هغه مدرسې نه فارغوي چې هغه د يو تنظيم په شکل کښې په ټوله سيمه کښې خواره شي ځکه چې هغه ټول ملايان که په هره سيمه کښې وي خو هغوي هم يو کتاب ويلی وي او هم يو دليل باندې ولاړ وي او د دغه کتاب او د دليل د لارې يو بل پېژني او یو بل سره تعلق لري …
د هغې نه پس بيا هغوي په داسې منظم شکل کښې را ووځي لکه تحريک لبيک او په دغه صورت کښې بيا نورې مذهبي ډلې هغوي سره ځکه ودرېږي چې که هر څومره د هغوي مسلکي عقايد بېل وي خو په بنياد کښې يي مذهبي مرکز يعني خدای ، پېغمبر او کعبه يو دي او دغه مشترکه ستونزو لپاره دوي مشترکه حرکت کوي …
هم دغه شان مونږ د ډېری مودي راهسي چيغي وهو چې په پشتون وطن کښې يو داسې قام پاله غورځنګ پکار دی کوم چې جلسې او چيغي او سوري وهلو کښې د قام وخت خراب نکړي بلکه په علمي او فکري بنياد باندې منظم کار وکړي او نظرياتي کارکن جوړ کړي ….
د بده مرغه د پشتون اولس يوه لويه برخه تر نن ورځې په دې پوهه نشوه چې سياست څه وي ، تحريک څه وي ، تنظيم څه وي ، د دې څيزونو څومره شکلونه وي او کوم شکل په کوم وخت کښې کارول وي او د دې څيزونو اړتيا او ګټه څومره وي…
پشتون ځوان په نړيوال سياست ، پاليسي او په تنظيمي اړخونو پوهه نشول…
نن هم په پشتون وطن کښې د ډېر ځايه پورې د ليک ، لوست او دليل څخه کرکه کېږي او چيغي ، سوري او نعرو او بې ځايه ، بې مقصده او عبث ټپو او غزلو ته اهميت ورکړل کېږي ...
په پشتون وطن کښې هېڅ داسې قامي مشترکه فورم نشته چرته چې په ځانګړي توګه په قامي سياسي او قامي تنظيمي فکرونو باندې کار وشي او بيا د يو منظم طريقي د لاندې دغه خلک فارغ شي او په وطن کښې دغه شان منظم فکري کار پېل کړي لکه ملا او مدرسه …
اوس چې پشتون ځوان سره د خپلې نظريي ، فکر ، سياست ، تنظيم ، پاليسي په اړه علم نشته نو قام به څنکه منظم شي او څنکه به خپل ځان وګټي ؟؟؟
پشتون وطن دا وخت د چيغو ، سورو ، شور او غوبل ته نه بلکه فکري او علمي او نظرياتي کار ته اړتيا لري او د قام دغه تنده ماتولو لپاره لازم د چې يو نوی تحريک جوړ شي چې په هغې کښې د مشترکه قامي فکرونو پرچار وشي چې د دغه فکرونو مرکز فقط قام او ځانګړې جغرافيه وي…
چې قام که هر څومره په ډلو کښې تقسيم وي خو چې د قام فکري او نظرياتي تربيت داسې وي چې کله خبره د قام او د وطن وي نو بيا په بنيادي فکر باندې دغه ټولې ډلې د يو بل سره ودرېږي او قام وګټي …
دا وخت عوامي نيشنل ګوند يو داسې فورم دی چې د ليک او د ريسرچ خپله شعبه لري او هر کال ګڼ شمير کتابونه چاپ کوي ، مجله چاپ کوي او خپل ورځپاڼه لري خو دغه څيزونه ځکه ناکافي دي چې عوامي نيشنل ګوند دغه کار يوازې کوي او نور خلک ورته د ګونديزو ستونزو لامله Bias نظر کوي …
د مدرسې يا د ملا اوسني شکل سره اختلاف که هر څومره دی خو د کارکن منظم فکري روزنې ، د خپل فکر او نظريي په اړه د دليل ، منطق او ليک او لوست طريقه او د اولس په مېنځ کښې يو منظم پرچار طريقه دې د مدرسې څخه زده کړی شي .


