یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسیا پراختیایي بانک دې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اسیا پراختیایي بانک دې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ویب ډیسک

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، نن د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس نریندرا سنګرو، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د اسیا پراختیایې بانک په درې کلن عملیاتي پلان، د افغانستان لپاره د دې پلان په ارزښت، په دې پلان کې د طبیعي سرچینو، ترانسپورټ، انرژۍ او روغتیا سکټورونو په برخو کې د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په شاملولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې خبرې وکړې.

د مالیې وزارت مالي مرستیال، د اسیا پراختیایې بانک له لوري د افغانستان په زیربنایې سکټور کې له پانګونې څخه مننه وکړه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه څو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه