ویب ډیسک
د کونړ ولایت د مقام د غونډو پر تالار، چې د قرانکریم د حسن قرآًت سیالي پکې روانه وه د هاوان مرمۍ لګېدلې،چې له امله یې د قران کریم یوشمېر حافظان ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایتي اداره وایي،د هاوان مرمۍ د غونډو د تالار پرچت لګېدلې،چې له امله یې د قران کریم پنځه تنه حافظان ټپیان شوي دي.
خو کونړ کې یوې سرچینې ځایی رسنۍ ته وویل،چې د دې پېښې له امله ۱۳ ټپیان روغتون ته انتقال شوی، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
تردا مهاله څرګنده نه ده ،چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له لوري توغول شوې ده.
له دي پېښې وروسته ځایي خلک روغتون ته تللي اوټپیانو ته یې وینه ورکړې ده.


