یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان ـ کوريا انستيتوت کې د لس ميليونه ډالرو په ارزښت؛ عالي...

افغان ـ کوريا انستيتوت کې د لس ميليونه ډالرو په ارزښت؛ عالي ملي مرکز پرانستل شو.

ویب ډیسک
د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د افغانستان لپاره د جنوبي کوريا سفير، يونسکو عمومي رئيس، صنايع او معادن خونو او خصوصي سکتور استازو، يو شمير دولتي او غير دولتي رئيسانو په حضور کې پرانستل شو.

د ياد مرکز پرانسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ د نړيوالو په ځانګړې توګه د کوريا او يونسکو له همکاريو او ښه نيت څخه مننه وکړه، زياته يې کړه: هغه مرستې چې د ياد مرکز او د کار او ټولنيزو چارو وزارت نورو برخو کې د نړيوالو له خوا کيږي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبري يې په شفافه توګه د تطبيق برخه کې ژمنه ده.

ښاغلي ته ينج و ويل: د عالي ملي مرکز په جوړيدو سره به تر ۲۰۲۴ کال پورې؛ ياد مرکز کې د کار بازار مطالعې، د فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته د تصديق او اعتبار ورکولو سيستم، فني او حرفوي زده کړو نصاب نوي کولو، ښوونکو ظرفيت لوړولو، افغان ـ کوريا تعميرونو او وسائيلو نوي کولو او افغان ـ کوريا د کار موندنې څانګې برخو کې هر اړخيز کار وشي.

د عالي ملي مرکز پرانسته کې د کوريا سفير او د يونسکو عمومي رئيس هم خبرې وکړې؛ دوی د افغانستان دولت د لومړیتوبو لاسته راوړلو برخه کې د فني او حرفوي زده کړو رول مهم ياد کړ او په دې برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د عالي ملي مرکز عملي کار پيل کېدو او جوړيدو کې ژمنتيا و ښوده.

د ياد مرکز پراسته کې د خصوصي سکتور په استازيتوب د صنايع او معادن خونو اجرائيوي مشر رحيم الله سمندر هم خبرې وکړې او د خصوصي سکتور د اړتياوو او کار بازار مطابق د فني او حرفوي کارګرو پر روزلو يې ټينګار وکړ.

د ويلو دی، چې د ياد مرکز د جوړېدو هوکړه ليک د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او جنوبي کوريا نړيوالو همکاريو دفتر تر منځ له وړاندې لاسليک شوی وه، چې د کورنا ويروس له امله يې کارونو ځنډيدلي وه او نن يې د جوړيدو عملي کار؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د مرسته کوونکو ادارو او خصوصي سکتور په حضور کې پرانست.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه