دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍعراق: د کردستان مرکز اربیل کې د امریکا د قونسلګرۍ پر ودانۍ...

عراق: د کردستان مرکز اربیل کې د امریکا د قونسلګرۍ پر ودانۍ د ګڼو توغندیو برید شوی دی

ويب ډیسک

د کردي سرچینو په حواله، دا فتح ډوله توغندي د ایران دفاع وزارت جوړ کړي او د کرمانشاه له سیمې څخه ویشتل شوي دي.

په دې برید کې د کردستان ۴۲ ټلویزیون ودانۍ هم په نښه شوې او د محدود مادي زیان خبر ورکړل شوی دی.

د کردي سرچینو په حواله، برید د عراق پولې ته نږدې د کرمانشاه ولایت څخه د ۶ «فاتح ۱۱۰» ډوله توغندیو سره شوی او موخه یې په اربیل کې د امریکا د قونسلګرۍ نوې ودانۍ وه.

له دې برید وروسته د صدر تحریک مشر مقتدي صدر د توغندیز برید په غبرګون کې ټویټ وکړ: «اربیل د زیان او خیانت په اور کې دی. کردان د عراق سږی او نه بیلیدونکی برخه ده. اربیل به پرته له اعتدال، خپلواکۍ او حاکمیت څخه په ګونډو نه شي.»

ویل کیږي چې د عراق پر پوځي اډو دا بریدونه چې ځینې یې د امریکايي پوځیانو اډې دي، معمولا د ایران حکومت ته نږدې وسله والو ډلو کوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره جولای میاشت کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره د لیدنې پر مهال واشنګټن له بغداد سره د هوکړې له لاسلیک وروسته خپل ډېر پوځیان له عراق څخه ایستلي او یوې کوچنۍ ډلې چې د عراقي ځواکونو روزنه ده پاتی ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه