دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامير خان متقي د امريکا له اړوندو مامورينو سره خبرې وکړې

امير خان متقي د امريکا له اړوندو مامورينو سره خبرې وکړې

ويب ډیسک

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په همدې ورځ په ترکيه کې د انتاليا په دپلوماتيک فورم کې د قطر د صدراعظم مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په مشرۍ د  امير خان متقي او د افغانستان د سوله ايزې همغږۍ په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ مخامخ خبرې اترې تر سره کړې.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې دواړو خواوو د افغانستان د سياسي او امنيتي حالاتو په هکله بحث وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې بايد د افغانستان د ثبات ساتنه او د بشري ناورين مخنيوی وکړي.

دغه راز دواړو خواوو د همکاريو د لارو چارو په اړه هم سلا مشورې وکړې. په اعلاميه کې د خبرو اترو نور څه تفصيل نه دی ورکړل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه