ويب ډیسک
وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی چې ط/بانو احمد ضیا آغا مشهور په نوراحمد آغا د افغانستان مرکزي بانک د دویم کس په توګه ټاکلی دی.
د امریکا، اروپا او ملګرو ملتونو په تور لیست کې دی چې د بم جوړولو لپاره پیسې او مالي امکانات راټول کړي. امریکا یې نړیوال ترهګر ګڼي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې امریکايي چارواکي له څه مودې راهیسې د افغانستان د مرکزي بانک له استازو سره ګوري او غواړي تضمین ورکړي چې دغه بانک به د ط/بانو د حکومت خپلواک فعالیت کوي.
امریکا ټینګار کوي چې د افغانستان مرکزي بانک باید د تکنوکراتانو لخوا رهبري شي او کارونه یې باید دریم کس وڅاري.
د وال سټریټ ژورنال د اقتصادي چارو کارپوه ادم وینسټاین وویل، د نور احمد آغا ټاکل د نړۍوالې ټولنې پر مخ درنه څپېړه ده.
وینسټاین د مالي ادارو یا هغو ډلو لپاره چې د افغانستان له مرکزي بانک سره تعامل کوي، خپله ګمارنه «تروریستي» وبلله.


