پښتو جرنل
د پښتون قامي جرګې په دومه ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته وینا وکړه
منظور پښتون په خپله وینا کې وویل چې د پښتنو په ډیرو ستونزو کې لویه ستونزه د امن نه نشتون ده .
هغه وویل چې اویا زره پښتانه ووژل سول ، اته زره خلک نادرکه دي او د هغو کورنۍ د دوي په انتظار ناست دي له دې سره سم په زرهاو خلک بې کوره دي هغه خپل کورنه نه لري .
منظور پښتون زیاته کړه چې جنګونو په څېر دپښتنو سیمو کې د قام خپل منځني مځکني شخړې لري او ورسره وزیر ستان کې بهتې اخستل کيږي.
منظور پښتون د اقتصادي ستونزو په هکله وویل چې چې نړۍ کې د زڼغوزیو لویه ځنګل په وزیرستان کې ده خو د وزیرستان خلک په عربو خواري کوي .
زموږ د شتمنیو معاهدې له چین سره کیږي خو ده وینو سودا مو له امریکا سره کیږي.
پښتنو سیمو کې جوړ د کاروبار له پاره جوړ بازارونو د وحشیت علامت جوړ شوي .
د زدکړو په هکله منطور پښتون جرګې ته وويل چې نصاب کې د پښتنو اتلانو ذکر نشته – دلته د پښتو د ژبې بې عزتي کیږي.
په رسنیو کې هم د پښتنو نشتون ده له دې کبله پښتانه له خپلو ستونزو نه ناخبره دي – مه کوم شتون شته هغه دپښتنو منفي کردار ده
پښتون وويل د پښتنو په وینه په استراليا کې کیاني جزيرې واخیستي . خو په فاټا کې دوه لکه کورونه ړنګ شول چا يي پوښتنه ونکړه .
هغه وویل چې پښتانه بې واکه او بې اختیاره دي .
منطور پښتون له جرګې وغوښتل چې باید د پښتنو د وینې پوښته وکړل شي او د پیمرا له چیئرمین سره خبره وکړل شي چې د پښتانه ولې په منفي توګه ښکارول کیږي .
منظور پښتون زیاته کړه چې اوس د نوي جنګ خبرې کیږي دا جنګ تېرو جنګو لړۍ ده که پښتانه غواړي چې د دې جنګ اثرات کم شي نو یو غږ کیږو به


