دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د کابل...

امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د کابل او نورو هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې کړي دي.

ويب ډیسک

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې امیر خان متقي د انتالیا فورم ناستې په څنډه کې له مولود چاوش اغلو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د قرارداد پر هغو مادو خبرې کړي چې لا هم بحثونو ته اړتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزات په اعلامیه کې راغلي: “دواړو لوریو د کابل هوايي ډګر او ورسره د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع باندي خبرې وکړي او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري.”

د بیان له دواړو لورو ژمنه کړې چې کابل او انقره به د قطر هیواد په ګډون د تخنیکي بحث له لاري ژر تر ژره پر پاتو موضوعاتو یوه حل ته د رسیدو کوښښ کوي.

د طالبانو حکومت د ترکیې او قطر له چارواکو سره د کابل او پنځو نورو ولایتونو د هوايي ډګرونو د مدیریت او تخنیکي چارو د مسؤلیت ورسپارلو په اړه د څه وخت راپدېخوا خبرې پيل کړي دي.

څه موده مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په دغه خبرو کې پرمختګ شوی، خو په خبره یې نهايي شوي نه دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه