دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍروسيه :تر اوسه مو د اوکراین د پوځ ۳۶۸۷ زيربنايي تاسیسات...

روسيه :تر اوسه مو د اوکراین د پوځ ۳۶۸۷ زيربنايي تاسیسات له منځه وړي دي

ويب ډیسک

د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې ځواکونو يې د فبرورۍ له ۲۴مې تر اوسه د اوکراین د پوځ ۳۶۸۷ زيربنايي تاسیسات له منځه وړي دي.

دغه خبر د روسيې خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۱۳مه) د یاد وزارت د ویاند، ايګور کوناشینکوف له قوله ورکړی دی. رويټرز چې دغه خبر ورکوي، وايي چې دغه اعلامیه په خپلواکه توګه تصدیقولی نه شي.

بله خوا روسي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د پولنډ سرحد ته نژدې د اوکراين د پوځ یو ستر پوځي مرکز په توغندويو ويشتلی دی. دغه خبره اوکرايني چارواکو هم تائيد کړې ده.

د اوکراين د استخباراتو ادارې نن همدارنګه ادعا کړې چې روسي ځواکونو د یو ماشوم په ګډون اوه ملکيان چې د کیف له ښاره د تيښتې په حال کې ول، په نښه کړي او وژلي يې دي. مسکو بیا د ملکيانو وژنه ردوي.

مسکو همدارنګه اوکراین پړ ګڼي چې له محاصره شوو ښارونو څخه د ملکیانو په ايستلو کې پاتې راغلی دی. خو لويديځ متحدانو بیا د مسکو دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه