دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکا او اروپايي هېوادونو پر روسيې لګيدلی بنديزونه زيات کړي دي

امريکا او اروپايي هېوادونو پر روسيې لګيدلی بنديزونه زيات کړي دي

ويب ډیسک

امريکا او اروپايي هېوادونو د مارچ پره يوولسمه نېټه پر روسيې بنديزونه زيات کړل. د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان کړی چې پر روسيې د نوي پړاو بنديزونه به د دې هېوادپر اقتصاد تهډېر زيانونه ورسوي.

خواقتصادي شنونکي په دېاند دي چې پر روسيې د بنديزونو له امله به د توليداتو بيې لوړې او مشتريان به زيانمن شي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ پره ۱۱مه نېټه يو فرمان لاسليک کړی چې له مخې به يې د روسيې په اړه سوداګريز امتيازونه لېری شي، له روسيې څخه د سمندري توکو او الماس په شمول د توليداتو واردات او روسيې ته د ساعتونو او جامو په شمول د قيمتي توليداتو صادرات به منع شي او دغه راز د دې هېواد په ډېرو برخو کې به د امريکايي تصديو د پانګونو مخه هم ونيول شي.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ اعلان کړی چې د روسيې په تړاو يېپر ځينو شخصيتونو د بنديزونو چوکات زيات کړي او د دې هېواد د بهرنۍنې سوداګرۍ بانک د بورډ پر لسو غړو، د دغه هېوادد عوامو مجلس پر دوولسو غړو او د روسيې ولسمشر د مطبوعاتو دمیټري پيسکوف پر کورنيو غړوبه بنديزونه ولګوي.

په همدې ورځ اروپايي ټولنې او د اوو هېوادونو د ګروپ غړو هېوادونو همپر روسيې د نوي بنديزونو د لګولو اعلان وکړ.

د اروپايي ټولنې د کميټې رئيسې اورسولا ون ديرليون ويلي چې اروپايي ټولنه به له روسيې څخه د اوسپنيزو او فولادو توليداتو واردات منع کړي او پلان به ولري چې د پيسو د نړيوال صندوق او بانک په شمول پهد نړيوالو پولي سازمانونو کې د روسيې د غړو حقونه وځنډوي او د روسيې له خوا د کريپټو اسعارو(crypto currency) د استفادې کړنې ته سزاوې ورکړي.

د اوو هېوادونو د ګروپ مشرانو په يوې اعلاميې کې وويل چې غړي به يې په جلا جلا توګه د روسيې په اړه سوداګريز امتيازونه لغوه کړي.

د رويټريز خبري اژانس خبر ورکړی چې دا څلورم پړاو دی چې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په اوکراين کې د روسيې له خوا د پوځي عملياتو له پيلېدو راهيسې امريکا او ملګري هېوادونه يې ور باندې بنديزونه لګوي.

د بايډن په خوله د نوي پړاو بنديزونه به د روسيې اقتصاد ته سخت زيانونه ورسوي. خو د دې ترڅنګ دا به هم پر امریکايي واردونکو سوداګرو او مشتريانو منفي اغيزه وکړي.

د روسيې په اړه د سوداګريزو امتيازونو په لېری کولو سره به لويديځ هېوادونه تر زياتې اندازې پورې له روسيې توليداتو څخه لازيات ګمرکي ماليات تر لاسه کړي. د امريکا د فکري ستراتيژۍ او د نړيوالو چارو د څيړنيز مرکز غړي ويليم رينسچ ويلي چې د امريکا او روسيې ترمنځ مستقيمې سوداګرۍ محدودې او لږې دي، نو ښايي پر روسيې د دوی توليداتو د کمرکي مالياتو د زياتوالي منفي اغيزه هم محدوده وي، خو برعکس د هغو امریکايي توليدونکو توليدي لګښت به زيات شي چې د روسيې توليدي اومو توکو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه چې سوداګريز سيسټتم ته د يادو بنديزونو زيانونه ښايي سمدلاسه ونه ليدل شي، خو منفي اغيزه به يې ډېره او ژوره وي.

د فرانسې د اې اف پي خبري اژانس په خپلې تبصرې کې ليکلي چې امريکايي مشتريان له څلوېښتو کلونو راهيسې د پيسو پاړسوب له تر ټولو سخت حالت سره مخ دي، خو لويديځو هېوادونو لاهم پر روسيې بنديزونه لګولي چې له دې امله يې د تیلو او غنمو په شمول د محصولاتو بيې تر زياتې اندازې پورې لوړې شوي او د مشتريانو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي.

د امريکا د يوبير شرکت د مارچ پره ۱۱مه نېټه اعلان کړی چې د تيلو د بيې په لوړېدو سره به د روانې مياشتې له ۱۶مې نيټې څخه د تيلو اضافي فيس واخلي.

د امريکا ولسمشر جون بايډن د مارچ پره اتمه نېټه اعلان کړی چې له روسيې څخه د نفتو، طبيعي ګازو او سکرو واردات بند کړي، خو د دې ترڅنګ هغه هم داسې منلی چې بنديزونه به نه يوازې روسيې بلکې امريکا ته هم زيانونه ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه