یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکا اوکراين ته د ۲۰۰ میلیونو ډالرو وسلې ليږلي دي

امريکا اوکراين ته د ۲۰۰ میلیونو ډالرو وسلې ليږلي دي

ويب ډیسک

د امريکا سپينې ماڼۍ د مارچ پر ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ولسمشر جو بايډن اړوندې څانګې ته د صلاحيت په ورکولو سره اوکراين ته د دوو سوو میليونو امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې ليږلي دي.

په همدې ورځ روسيې د همدغو کړنو په هکله د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړی.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستیال وزير سيرګي رياکبوف ویلي چې امريکا ته مو خبرداری ورکړی چې اوکراين ته د دوی د وسلو ليږدول ډير خطرناکه کړنه ده او د وسلو ليږدونکي کاروان به د روسي پوځ قانوني هدف وګرځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه