ويب ډیسک
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، مولود چاووش اوغلو د يکشنبې په ورځ وويل چې د کابل هوايي ډګر د عملیاتو په اړه طالبانو سره د دوی خبرې اوس هم ادامه لري.
هغه دغه خبرې د ترکيې په سویل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزیر، امیر خان متقي سره تر کتنې یوه ورځ وروسته کړي دي.
ترکيې ويلي دي چې دوی به قطر سره په ګډه د کابل نړیوال هوايي ډګر يو لړ چارې پر مخ ويسي، خو دا یوازې په هغه صورت کې چې امنيتي غوښتنې يې تامين شي.
ترکيې او قطر سره د کابل د هوايي ډګر د چارو د مخته وړلو موضوع، د تیر کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته مطرح شوې ده.
د رپوټونو پر اساس پر دې موضوع، د قطري او د ترکيې استازو له خوا څو میاشتې مخکې طالبانو سره خبرې پيل شوي دي
.
ترکيې د اوونۍ په پاې کې طالب چارواکو ته د «انتالیا ديپلوماسۍ فورم» غونډې ته بلنه ورکړې وه. د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر وويل چې دغه بلنه د انقرې له خوا د طالبانو د رسميت پيژندلو په معنی نه ده، خو زیاته يې کړه چې د طالبانو د دغه موقت حکومت غږ باید واوریدل شي.
امیر خان متقي ترکيه کې وويل چې د افغانستان اوسنی اسلامي حکومت د رسميت پيژندلو ټول شرایط پوره کړي دي او باید په رسمیت وپيژندل شي. هغه دغه خبرې خبریالانو ته وکړې چې ويډيو يې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټويټر خپره کړې ده.


