ويب ډیسک
فریده کوچۍ نن يکشنبه پر خپلې رسمي فيسبوک پاڼه يوه ويډيو کې همدارنګه ويلي چې کور يې هم د طالبانو لخوا ويجاړ شوى دى٠
نوموړې زياته کړې:”ما اته کاله وکالت کړى دى٠٠٠ زما ٢٢٠زره زما معاش و ما راوړى کورته، اته کاله مي وکالت کړى ړى سناتوره فريده کوچۍ يمه، نن ورځ مي دا ٦٣ لکه افغانۍ په صندوق کې ايښي وې امانت، شپږ ميله وسلې مي د ځان وې خپله مي خريداري کړې وه٠مخکې هم زه جهادي وم٠ اوله شپه راغله ١٢ ميله وسلې او رنجر يې راڅخه يوړې٠٠٠ طالب زما سره څه مدعا لري٠
نوموړې همدارنګه ادعا کړې ده چې د طالبانو لخوا وهل شوې هم ده٠
طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ويلي٠
دا په داسي حال کې ده چي طالبانو په دې وروستيو کې له غير مسول کسانو څخه د وسلو او دولتي وسايطو اخيستلو کمپاين پيل کړى دى٠


