ويب ډیسک
رویټرز راپور ورکړی؛ د پنجشنبې پر ورځ د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هغه مهال له خپلې دندې د ګوښه کېدو په اړه څرګندونې وکړې، چې وزیرانو او د محافظه کار ګوند وکیلانو ورته وویل؛ نور د حکومت کولو وړتیا نلري.
د ډاونینګ سټریټ دفتر منلې، چې جانسون به هېوادوالو ته پدې اړه وینا ولري.
جانسون د خپلې دندې لپاره له څو ورځنیۍ مبارزې وروسته، په یو لړ رسواییو کې د دوی ملاتړ او رضایت له لاسه ورکړ.


