سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاوکراین غواړي له روسيې سره خبرې وکړي

اوکراین غواړي له روسيې سره خبرې وکړي

ويب ډیسک

 اوکراین ولسمشر زلینسکي د مارچ په ۸مه نېټه د اې بي سي له خبریال سره په مرکه کې ویلي، چې اوکراین به له روسيې سره د ډله ييز امنیت ضمانت، د دونبس سيمې او د کریمیا د ایندې په اړه خبرې اترې وکړي.

نوموړي ویلي، چې هغه روسيې او پوتین ته دا مالومات ورکړي، چې اوکراین به د خپل هېواد د امنیت ساتلو په اړه د اړوندو هېوادونو تضمین ومني او روسيه هم په دغو هېوادونو کې شامله ده.

نوموړي زیاته کړې، چې اوکراین به د روسيې په شمول له ټولو ګاونډيانو او امریکا، فرانسې او جرمني سره د ډله ييز امنیت ضمانت تړون لاسليک کړي او دا یې اړين کار بللی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه