دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامیر خان متقي د ترکیې په رسمي بلنه نن چهارشنبه د یو...

امیر خان متقي د ترکیې په رسمي بلنه نن چهارشنبه د یو پلاوي په مشرۍ دغه هیواد ته روان شو.

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکیې په رسمي بلنه نن چهارشنبه د یو پلاوي په مشرۍ دغه هیواد ته روان شو.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی متقي به په ترکیه کې د انتالیا په دپلوماتیک کې ګډون او وینا وکړي.

یاد وزارت ویلي:” د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به په ترکیه کې د انتالیا په دیپلوماتیک فورم کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته وینا تر څنګ په یوه بحث کې ګډون وکړي او ورسره به د ترکیې او د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه د راغلیو لوړ رتبه هیئتونو سره ناستي او د افغانستان په اړه خبرې اتري وکړي.”

 

دغه ناسته د روانې مارچ میاشتې له ۱۱ مې څخه تر ۱۳ مې نېټې جوړیږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه