یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتين : د روسيې او ناټو تر منځ کشاله چا ته ګټې...

پوتين : د روسيې او ناټو تر منځ کشاله چا ته ګټې نه رسوي

ویب ډیسک

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۷مه نېټه په مسکو کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره له ليدنې وروسته په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې روسيه د اروپا ختيځ ته د ناټو له پراخېدو سره ټينګ مخالفت کوي او داسې کومه هيله نه لري، چې اوسني حالات نور هم پېچلي شي.

نوموړي وویل، که د روسيې او ناټو تر منځ کشاله رامنځته شي، دغه کشاله به کوم لوري ته ګټې ونه رسوي.

هغه زياته کړې، چې د ناټو د دروازې خلاصولو پاليسي له امنيتي اصولو څخه د امريکا او ځينو نورو هېوادونو ناوړه استفاده ده او د روسيې سرحدي سيمې ته د ناټو پراخېدل په پر له پسې ډول روان دي.

نوموړي پر روسيې هغه لګيدلي تورونه، چې ګواکې پلان لري، پر اوکراين بريد وکړي، بې اساسه بللي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه