ویب ډیسک
ایران وایي طالبان د افغانستان د راتلونکې برخه ده او افغانستان کې باید ټول شموله حکومت جوړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده وايي چې د افغانستان ستونزه سیاسي حل لري، طالبان د افغانستان د راتلونکي برخه ده او ایران د افغان سولې خبرو تسهیل برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي ویلي چې افغانستان کې باید ټول شموله حکومت جوړ شي او ایران دې تیار دی چې د بین الافغاني خبرو په چوکاټ کې د یوه ټول شموله حکومت جوېدو برخه کې همکاري وکړي.


