ویب ډیسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وایي، نړیواله ټولنه دې پر پاکستان د نیوکو پرځای، د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ماتې عوامل وڅیړي.
شاه محمود قریشي ویلي، باید واضح شي چې د افغان ځواکونو تجهیز، روزنه او ظرفیتونه اوس چیرته دي چې په تیرو څو کلونو کې یې په اړه ډاډ ورکول کېده.
نوموړي ویلي پاکستان په افغانستان کې د یوې بلې ماتې پړه نشي منلای، ځکه د افغان ځواکونو له شتون سره سره، طالبان پراخې سیمې نیسي او د پرمختګ په حال کې دي.
هغه ویلي، پاکستان د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړی دی.
قریشي:پر پاکستان د نیوکو پرځای، د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ماتې عوامل وڅیړي
اړه لرونکي ليکني


