ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۳۶۱ طالبان ووژل شول او ۱۴۵ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
دغه طالبان د ننګرهار، کونړ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، کندهار، سرپل، هلمند، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


