دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

ویب ډیسک

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د هیواد د عمومي وضعیت په اړه د بحث پر مهال د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده شوه.

اغلې دیبورا لاینس وویل، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي او تهاجمي بریدونو زیاتول د سولې روحیې خلاف دی او د بشري حقونو نقض او ملکي تلفات باید رامنځته نشي. همداراز ټینګار وشو چې په افغانستان کې دې د سولې د تامین په برخه کې لازم ګامونه واخیستل شي.

جمهوررئیس غني وویل، د افغان دولت اصلي موخه د تاوتریخوالي او جنګ پایته رسول او د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګښت دی او په دې برخه کې موږ هراړخیز اساسي ګامونه اخیستي دي.
—-

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه