ویب ډیسک
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رييس فضل محمود فضلي له ملي تلویزیون سره مرکه کې ویلي، افغان حکومت نه یوازې چې د ملیشه سازۍ د مفکورې مخالف دی، بلکې د هر ډول اقدام چې د ملیشه سازۍ پر طرف روان وي مخالفت یې کوي.
فضلي وايي، ملیشه سازۍ هم په اویایمو او هم په اتیایمو لسیزو کې يوازې او یوازې افغانستان ته غمیزې زیږولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت معیین نقیب الله فایق او د بلخ والي ویلي، چې حکومت ولسي پاڅونوالو ته هر ډول امکانات او تجهیزات اختیار کې ورکوي.


