ويب ډیسک
ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ترکتنې وروسته په خبري کنفرانس کې پر طالبانو غږ وکړ،چې اوربند وکړي او په سیاسي بهیر کې ورګډ شي.
ولسمشر غني ویلي، طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي،چې افغانان په زور غاړې ایښودو ته نشي اړکولای.
اشرف غني،امریکا ته خپل سفر بریالی وباله او زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت د افغانستان لپاره ۳.۳ میلیارد ډالر له کانګرس څخه غوښتي او کانګرس کې هم ډاډ ورکړل شو،چې په دې برخه کې به عملي اقدامات ترسره کوي.
له دې مخته
د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي،افغانان باید د خپل راتلونکي پریکړې په خپله وکړي چې هغوي څه غواړي.
جوبایډن ویلي،له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته به هم له هغه هیواد سره د امریکا سیاسي،اقتصادي او نظامي مرستې روانې وي.
په ورته مهال ولسمشر غني له بایډن سره په کتنه کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د اېستلو پریکړه تاریخي بللې او وایي اوس د امریکا او افغانستان ترمنځ نوی باب پیل شوی.


