یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت ۲۴۸ طالبانو د وژلو ادعا کړې

دفاع وزارت ۲۴۸ طالبانو د وژلو ادعا کړې

ویب ډیسک

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۴۸طالبان ووژل شول ۱۳۷ ټپیان شول او ۱۲ نور ونیول شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۴۲ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر،کندهار، فاریاب، بلخ، هلمند، کندوز، بغلان، بدخشان او کابل ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي. خو تراوسه طالبانو په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه