یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لاینز د افغانستان د وضیعت په اړه...

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لاینز د افغانستان د وضیعت په اړه امنیت شورا ته معلومات ورکړل

ويب ډیسک

کابل – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز نن د امنیت شورا ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
اغلې لاینز په اوسنیو لویو مسلو کې چې پر هیواد منفي اغیز کوي سیاسي او امنیتي حالات، د سولې بهیر، اقتصادي وضیعت، بیړنی بشري وضیعت او کرونا په ګوته کړل: “د افغانانو مقاومت په جدي ډول ازموییل کیږي او د یولړ ناوړه وضیعت خواته ورښوویدل نشي ردیدلی.”

ځانکړې استازې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره هم ده، یوځل بیا په افغانستان کې د پیښیدونکي حالت د پایلو په اړه خبرداری ورکړ چې اغیز به یې پر ټوله نړۍ وغورځیږي.
”هغه څه چې په افغانستان کې رامنځ ته کیږي نړیوالې پایلې لري، او د امنیت شورا باید د دغه سخت وضیعت په اړه خبره وي.“

لاینزد جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د جنګ ډګر خوشې او د سولې ځنډول شوي بهیر ته را وګرځي، او په عین حال کې یې دامهال او یاپه راتلونکي کې، د یوه تحمیل شوي نظامي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د هرډول هڅې پر وړاندې خبرداری ورکړ، چې د افغانستان د خلکو، سیمه ایزو هیوادونو اوپه لویه کچه د نړیوالې ټولنې د ارادې خلاف وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې همدارنګه له ټولو غړو دولتونو وغوښتل چې د بشري مرستو د ځواب ورکولو له پلان سره سخاوتمندانه مرسته وکړي چې د دولت دروانو بشري اړتیاوو او پرمختګ ملاتړ وشي.

ملګري ملتونه به له ټولو اړخونو- د افغانستان له حکومت، طالبانو- سیمه ییزو مشرانو او نړیوالې ټولنې سره خپل کار ته دوام ورکړي چې د ډیرې اړینې سولې لپاره منسجم ملاتړ پیاوړی شي. هغې وویل: ”زه یو ځل بیا افغانانو ته ډاډ ورکوم چې ملګري ملتونه به دوی یوازې نه پریږدي او خپل کار ته به دوام ورکړي.“

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه